Close Menu

    Subscribe to Updates

    Get the latest creative news from FooBar about art, design and business.

    What's Hot

    په هند کې مصرف کونکو د پاکستان جوړو شویو کاسمیټیک کریمونو د ککړتیا خطرونو په اړه خبرداری ورکړ

    سپتمبر 18, 2026

    د متحده عربي اماراتو او سینیګال مشرانو د پانګونې او د ملګرو ملتونو د اوبو سرمشریزې په اړه خبرې وکړې

    سپتمبر 18, 2026

    د هند د انرژۍ امنیت او د امریکا تعرفې په نړیوال بازار کې اقتصادي اړیکې جوړوي

    سپتمبر 18, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Pashto RoshanPashto Roshan
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Pashto RoshanPashto Roshan
    کورپاڼه » “یو کمربند او یوه لاره”: د جېنرجي (Jinergy) د زرغونې پراختیا سړک
    PR Newswire

    “یو کمربند او یوه لاره”: د جېنرجي (Jinergy) د زرغونې پراختیا سړک

    نوومبر 21, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    تایوآن، چین، نوېمبر 21، 2023 /PRNewswire/ —
    2023 کال د یوه کمربند او یوې لارې د نوښت (BRI) کال او د جېنرجي د تاسیس لسم کال دی. یاد شرکت تر دې مهاله د نړۍ په کچه له 50 څخه د ډېرو هېوادونو لپاره د سولرو اغېزمن موډلونه وړاندې کړي دي او یوه کمربند او یوې لارې نوښت د تبادلې د پلټفارم په مرسته دغه شرکت بهر ته پراختیا موندلې ترڅو د ټيټې کچې کاربن په اقتصادي پراختیا کې فعاله ونډه واخلي او د یوه کمر بند او یوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو لپاره زرغونه انرژي تولید کړي.

    په تېرو لسو کلونو کې، چین له 152 هېوادونو او 32 نړيوالو سازمانونو سره د ګډې همکارۍ اړيکې رامنځ ته کړې دي چې په دې سره چینايي توکي تر 300 ډېرو بندرونو ته استول کېږي. جېنرجي د پخو ترانسپورتي حللارو په لرلو سره هڅه کوي ترڅو له هېواده د باندې د مهمو بازارونو د سوداګریزې شبکې طرحه بشپړه کړي.

    په تېرو لسو کلونو کې چين د یوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ تر سرلیک لاندې د اقتصادي دهليزونو، د نړيوالو ترانسپورتي لارو او معلوماتي لویو لارو او همدارنګه د اورګاډي د پټلۍ، سړکونو، هوايي ډګرونو، بندرونو، پايپ لاينونو او د بريښنا شبکې د جوړولو لپاره هڅې کړې دي.

    د جېنرجي بهرنۍ سوداګري لا هم په سولري موډلونو باندې متمرکزه ده. هغه څه چې نسبتاً ځانګړي دي دا دي چې دغه شرکت په وروستیو کلونو د بازار په بېلابېلو اړتیاوو باندې تمرکز پیل کړی دی، او مختلفو سناریوګانو ته د ځواب ویلو په موخه یې اختصاصي محصولات تولید کړي دي، لکه د مسکوني پروژو لپاره د کم وزنه موډلونو وړاندې کول، د کلکو ساحو لپاره د لوړ فشار موډل وړاندې کول او داسې نور، او د شاتنۍ بشپړې تورې او شفافې پاڼې په څېر د موډل فرمایش هم کېدی شي ترسره شي. دغو فرمایشي محصولاتو له هېواده د باندې ډېر شهرت موندلی دی، او د جېنرجۍ سوداګري يې ګڼو سيمو ته پراخه کړې ده.

    جېنرجي په چین کې یوه دولتي تصدۍ ده چې له هېواده د باندې “وتلو/پراختیا” د ستراتيژۍ له مخکښو عملي کوونکو څخه ګڼل کېږي. دا مهال، جېنرجي د نړۍ په کچه په په بېلابېلو هېوادونو او سیمو کې په بریالیتوب سره د ګډې همکارۍ پیاوړې شبکې تاسیس کړې دي او د خدماتو تجربې او د پیرودونکو د مثبت شهرت پیاوړی بنسټ یې رامنځ ته کړی دی.

    دا مهال د چين فوټوولټیک شرکتونه د نړيوالې پراختیا 2.0 عصر ته د ننوتلو په حال کې دي. د بهرنۍ همکارۍ په برخه کې د فعالو هڅو له لارې، جینرجي له ګڼ شمېر هیوادونو او سیمو څخه تصدیق لیکونه ترلاسه کړي دي. د غوره خدماتو په وړاندې کولو او د ښه شهرت په لرلو سره، په بېلابېلو نړیوالو بازارونو کې د مخکښ عرضه کونکي په توګه، جینرجي په دوامداره توګه خپلو ټولو اړونده ظرفیتونو ته پراختیا ورکړې ده. جېنرجي ژمنه کوي چې د چين د یوه کمربند او يوې لارې د نوښت په اوږدو کې به د نړيوال بازار لپاره اغېزمنو، د لوړ اعتبار لرونکو او کم کاربن تولیداتو ته پراختیا ورکوي ترڅو د زرغون لېږد چارې په ښه توګه مخ ته لاړې شي.

    لوګو – https://mma.prnewswire.com/media/490476/4414903/JINERGY_Logo.jpg

    اړیکه: سمر لیو، summer.liu@jinergy.com

    مربوطه لیکنې

    د Momentus Technologies شرکت MomentusMAX په نوم د مصنوعي ځیرکتیا یو پلټفورم وړاندې کړ چې د ځایونو لپاره جوړ شوی او په عمومي ډول یې دMAX for Sales کارول د لاسرسي وړ ګرځولي دي

    سپتمبر 16, 2026

    SUNMI د بیلټ اېنډ روډ په سرمشریزه کې له یوریشیا سره خپله همکاري لا پیاوړې کوي

    سپتمبر 14, 2026

    Xinhua Silk Road: د هونان او افریقا متقابله همزیستي، ګډې هڅې — د چین او افریقا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د هونان ماډل

    سپتمبر 3, 2026
    تازه خبرونه

    په هند کې مصرف کونکو د پاکستان جوړو شویو کاسمیټیک کریمونو د ککړتیا خطرونو په اړه خبرداری ورکړ

    سپتمبر 18, 2026

    د متحده عربي اماراتو او سینیګال مشرانو د پانګونې او د ملګرو ملتونو د اوبو سرمشریزې په اړه خبرې وکړې

    سپتمبر 18, 2026

    د هند د انرژۍ امنیت او د امریکا تعرفې په نړیوال بازار کې اقتصادي اړیکې جوړوي

    سپتمبر 18, 2026

    روغتیایی چارواکي په کانګو کې د ایبولا روان بحران کې پرمختګ او ننګونې په ګوته کوي

    سپتمبر 17, 2026
    © 2023 Pashto Roshan | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.